اقتصادمهم خبرونه

کابل کې د صنعت او کلتور نندارتون د طالبانو تر محدودیتونو لاندې ترسره شو

په کابل کې د صنعت او فرهنګ ملي او نړیوال نندارتون، سره له دې چې موخه یې د کورنیو تولیداتو معرفي او د کارآفرینانو ملاتړ و، د طالبانو حکومت له‌خوا د امنیتي فضا او محدودیتونو تر اغېز لاندې راغلی دی. د پایتخت ګڼ شمېر اوسېدونکي د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر د مامورینو پر پراخ حضور او د ښځو پر ګډون غیررسمي بندیزونو نیوکې کوي.

کتونکي وایي، د طالبانو د مامورینو چلند له نجونو او مېرمنو سره «ازار ورکوونکی» و، چې دا کار د کورنیو، په ځانګړي ډول ښځو، ګډون په دې فرهنګي پیښه کې کم کړی دی. دغه وضعیت د تولیدوونکو او لاسي صنایعو کاروباریانو پر پلور مستقیم اغېز کړی دی.

یوشمېر پلورونکي د پلور د کمښت شکایت لري او وایي، د پیرودونکو نشتوالی او کافي تبلیغات نه، د دوی پر اقتصادي حالت منفي اغېز کړی دی. ګلثوم، چې پدې نندارتون کې یې غرفه لرله، وایي تراوسه یې هېڅ توکي نه‌دي پلورلي او د دې یو لامل، له ښار څخه د بهرنیانو نشتوالی دی.

اقتصادي ننګونې هم د پلورونکو له نظره د دوی د کاروبارونو د ودي مخه نیولې ده. ځینې پلورونکي باور لري، چې د بنسټیز ملاتړ نشتوالی او وروستي محدودیتونه کاري فرصتونه لا پسې ستونزمن کړي دي.

سره له دې، ځینې ښځینه کارآفرینانې هڅه کوي چې تر ټولو محدودیتونو سره سره، په ټولنه کې خپله ونډه وساتي. خوشی احمدي، یوه له دغو ښځو څخه، وایي خپل کار یې له یوه کوچني تجارت نه پیل کړی او اوس د یو شمېر ادارو په ملاتړ توانېدلې چې پرمختګ وکړي.

دا نندارتون په داسې حال کې جوړ شوی، چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان ټولنیز چاپېریال ورځ تر بلې محدودېږي، په تېره بیا د ښځو او خپلواکو کارآفرینانو لپاره. دا وضعیت د فرهنګ، صنعت او مدني ازادیو موقعیت له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button