مهم خبرونهنړیوال

ټرمپ: د مخدره موادو پر ضد د ځمکنۍ عملیاتو پیل نږدې دی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی چې هېواد یې د مخدره موادو د قاچاقي شبکو پر ضد د پراخو ځمکنيو عملیاتو لپاره چمتووالی نیولی دی. دغه عملیات چې په ځانګړي ډول د لاتیني امریکا فعال کارتلونه، په تېره بیا د وینزویلا شبکې په نښه کوي، د ټرمپ په وینا، د امریکا د نوې ستراتیژۍ برخه ده چې موخه يې د مخدراتو له ګواښونو سره مقابله ده.

ټرمپ د دې اقدام په اړه ویلي، له وینزویلا سره سیاسي هڅې نورې بسنه نه کوي، او زیاته کړې یې ده چې د وینزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره لنډه مکالمه کې احتمالي پریکړې ورسره شریکه کړې دي. د دې خبرو نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

ټرمپ همداراز د امریکا د ځانګړي استازي، ستیو ویتکاف، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وروستي لیدن ته اشاره کړې او دا لیدنه یې «جوړونکی» بللې ده. د ټرمپ په وینا، روسي سیاستوال غواړي چې جګړه ختمه کړي او له امریکا سره پر سوداګریزو اړیکو بیا تمرکز وکړي.

لوړپوړي امریکايي چارواکي د غزې له تړون سره هم اړیکه کړې او ټرمپ ویلي چې د “تړون دویم پړاو” به ژر پېل شي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه‌دي وړاندې کړي.

دا ځمکني عملیات داسې مهال اعلانېږي چې افغانستان هم د نړۍ د مخدره توکو د تولید له مرکزونو څخه ګڼل کېږي. که څه هم طالبان وايي چې د کوکنارو کرکېلنه یې بنده کړې، خو میداني راپورونه ښيي چې لا هم په هېواد کې د مخدراتو ګټور کاروبار روان دی. فساد، او د مشروع دولت نشتوالی، افغانستان د مافيایي شبکو لپاره یوه مناسبه زمینه برابره کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button