د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزيتي لارو بندېدو له امله ميلياردونه ډالر تاوان شوی

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونه (PAJCCI) اعلان کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیتي لارو تړل کېدو له امله د پاکستان سوداګرۍ تر دې دمه له ۴.۵ ميليارده ډالرو ډېره تاوان لیدلی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دغه اداره ويلي چې په عادي حالاتو، ځانګړي ډول د کرنې او ودانیزو چارو د بوختیا موسمونو کې، د ورځې له ۵۰ تر ۶۰ ميليونه ډالرو صادرات د همدې لارو له لارې تر سره کېدل، خو اوس دا صادرات درېدلي دي.
PAJCCI خبرداری ورکړی چې که دا حالت دوام پیدا کړي، نو موسمي صادرات لکه مالټه او کچالو چې له دسمبر څخه تر مارچ پورې تر سره کېږي، له نوي زیان سره به مخ شي چې اټکل شوې ارزښت یې شاوخوا ۲۰۰ ميليونه ډالره دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل، نه یواځې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته زیان اړوي، بلکې د سرحدي سیمو زرګونه اوسېدونکو پر معیشت هم منفي اغېز کوي؛ هغه موضوع چې د طالبانو د ادارې او د پاکستاني چارواکو له جدي همغږۍ او شفافې ادارې پرته د دوامداره زیانونو مخه نه شي نیولی.




