ټولنه‌یزمهم خبرونه

د ختیځ افغانستان بې‌وزلو ته له ۱۷۴ میلیونه افغانیو زیاته نغدي مرسته شوې

د ننګرهار ولایت د هلال احمر ریاست وايي، له تېرو اتو میاشتو راهیسې یې د ختیځ افغانستان پر څه باندې ۱۱ زره بې‌وزلو کورنیو، چې د زلزلې، بېرته ستنېدنې او وسله‌والو نښتو له امله زیانمنې شوي، ۱۷۴ میلیونه او ۲۵۵ زره افغانیو نه زیاته نغدي مرسته ویشلې ده.

د دې ادارې مشر فضل‌الرحمن فیاض ویلي، د نغدي مرستو ترڅنګ زیانمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته هم ورکړل شوې ده. نوموړي زیاته کړې چې په همدې موده کې نږدې ۱۸۵۰ خېمې هم د زلزله‌ځپلو او اړمنو کورنیو لپاره د ختیځو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې درول شوې دي.

دغه مرستې پر داسې مهال ترسره کېږي چې د هېواد ختیځې سیمې اوس مهال د سیاسي بې‌ثباتۍ، بېرته را ستنېدونکو مهاجرینو او طبیعي پېښو، لکه زلزلې، له امله له بشري بحران سره مخ دي.

د مرستو رسولو فعالان وايي، طالبان چې نړیوالو مرستندویو ادارو ته په ډېرو سیمو کې محدودیتونه لګولي، د همدې ډول بحرانونو د مدیریت لپاره کوم مؤثر جوړښت نه لري، او تر ډېره د مرستو چاره د غیردولتي مرستندویو بنسټونو پر غاړه پاتې شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button