اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

د کونړ او پنجشیر قیمتي ډبرو استخراج د طالبانو لخوا دوام لري

طالبانو اداره اعلان کړې چې د طبعي منابعو د وروستي پلور په لړ کې یې د پنجشیر ولایت شنه زمرد او د کونړ ولایت نفریت قیمتي ډبرې خصوصي شرکتونو ته ورکړي، چې ټول ارزښت یې له ۳۰ میلیونه افغانیو زیات شوی دی.

د طالبانو له خوا د پنجشیر لپاره ټاکل شوي والي دفتر ویلي چې د سه‌شنبې په ورځ (د قوس ۴مه) شاوخوا ۶۷۷۰ قیراط زمرد د داوطلبۍ له لارې په ۱۲،۹۳۲،۸۴۷ افغانیو پلورل شوي دي.

له بلې خوا، د طالبانو د کانونو او پترولیم ریاست د کونړ ولایت کې هم تایید کړې چې نږدې ۵.۴۹ ټنه نفریت ډبره، چې د خاص کونړ ولسوالۍ د «کوز چنچن» سیمې نه راایستل شوې وه، خصوصي شرکت «خالد مومند» ته په ۱۷،۳۴۸،۴۰۰ افغانیو سپارل شوې ده.

طالبانو د واک ته د بیا رسېدو له وخت راهیسې، له هر ډول شفافیت او عامه نظارت پرته، د هېواد له قیمتي کانونو لکه د پنجشیر زمرد، د نورستان کانونه، د بامیان سرب او جست او همداراز د کونړ قیمتي ډبرې استخراج او فروش ته دوام ورکړی دی.

دې کړنو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. زیات شمېر بنسټونه او سیاسي څېرې طالبانو اداره د افغانستان د طبیعي زیرمو په لوټ تورنه کړې او د دې غیرشفاف بهیر د سمدستي درېدو او د عاملینو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button