د امريکا د پوځ وزير له روسي پلاوي سره په ابوظبۍ کې وليدل

د اوکراين د جنګ د پای ته رسولو لپاره د نړيوالو هڅو په دوام کې، د امريکا د پوځ وزير «دانييل دريسكول» له يوه روسي پلاوي سره په متحده عربي اماراتو کې ليدنه کړې ده.
د سي بي اس خبري شبکې د راپور له مخې، دغه ناسته پرون د دوشنبې په ورځ د امريکا د پوځ د وزير او د روسي پلاوي د غړو تر منځ په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوې، او ټاکل شوې چې نن د سهشنبې په ورځ هم خبرې دوام ومومي.
امريکايي سرچينو ويلي چې د دې خبرو اصلي تمرکز د اوکراين د جګړې د پای ته رسولو ممکنه انتخابونه دي. دا ليدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې د امريکا اوسني ولسمشر، دونالد ټرمپ، د جګړې د ختمېدو لپاره يو نوښت وړاندې کړی دی. د ټرمپ په وړانديز کې له اوکراين څخه غوښتنه شوې چې ځيني امتيازونه روسيې ته ورکړي، څو د شخړې د پای ته رسېدو زمينه برابره شي.
د امريکا او روسي چارواکو ليدنه په داسې حال کې شوې چې د اوکراين د بحران له پيل راهيسې، نړيوالې هڅې له سياسي او پوځي خنډونو سره مخ دي. سره له دې چې دا خبرې د اروپا د تاوتريخوالي د کمېدو لپاره يو چانس ګڼل کيږي، خو د ښکېلو لوريو، ځانګړې توګه د روسيې، کييف او د هغوی د لويديځو ملاتړو وروستي غبرګونونه به د خبرو پايله وټاکي.




