د پاکستان د دفاع وزير له آلمان څخه د طالبانو سره د خبرو او مالي مرستې غوښتنه کړې

د پاکستان د دفاع وزير خواجه محمد آصف له آلمان څخه غوښتي چې د هغو پخوانيو افغان کارکوونکو د امنیت لپاره چې لا هم په افغانستان کې دي، د طالبانو له ادارې سره خبرو ته کښېني او حتا دې ته چمتو شي چې هغوی ته پيسې ورکړي.
نوموړي له آلماني ورځپاڼې «ولت» سره په خبرو کې خبرداری ورکړی، که آلمان له دې کسانو سره د مرستې په برخه کې بېړه و نه کړي، پاکستان به هغوی بېرته افغانستان ته واستوي. د هغه په وينا، دا کسان په آسانۍ نه شي ایستل کېدای «چې بله ورځ یې په افغانستان کې اعدام کړي»، او د دغه برخليک د مخنیوي لپاره «پيسې ښايي د هغوی د امنیت په خونديتوب کې مرسته وکړي».
سلګونه تنه دا پخواني افغان کارکوونکي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته ځغلي دي، خو لا هم د هغوی آلمان ته د لېږد بهیر ډېر ورو روان دی، او ډېری یې لا هم په نابلدتیا او نهیلي وضعیت کې ژوند کوي. پاکستان اعلان کړی چې آلمان ته یې تر روان میلادي کال پورې وخت ورکړی، او که تر هغه وخته دغه افغان اتباع انتقال نه شي، بېرته به له پاکستانه وایستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې آلمان له طالبانو سره رسمي اړیکې نه لري، خو د افغان کډوالو د بېرته راستنولو په اړه محدودې خبرې شوي دي. د آلمان مرستې له افغانستان سره اوس د ملګرو ملتونو او غیردولتي ادارو له لارې ترسره کېږي، او له طالبانو سره یې مستقیم تماسونه ډېر کم شوي دي.
د پاکستان د دفاع وزير دا نوی وړاندیز یو ځل بیا هغه مهمې پوښتنې راپورته کوي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانو زيان منو وګړو او پخوانیو کارکوونکو په وړاندې د نړیوالو مسئوليت ته متوجه دي.




