په لوګر کې د ښځو درې نوي تولیدي شرکتونه پیل شول

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې په دې ولایت کې د ښځینه متشبثینو په نوښت درې نوي تولیدي شرکتونه فعالیت پیل کړی دی. دغه شرکتونه د کورنیو خوړو تولید، غالۍ اوبدلو او وچو مېوو د پروسس په برخو کې کار کوي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغو درېیو مرکزونو کې ۲۸ کسان په کار بوخت دي چې ۲۰ تنه یې د غالۍ اوبدنې، ۴ تنه د خوړو د تولید، او ۴ نور د مېوو د پروسس په برخو کې کار کوي.
طالب چارواکي ادعا کوي چې له هغه وروسته چې دوی خپله اصطلاح شوې «اسلامي امارت» ټینګ کړی، ښځو ته اقتصادي فعالیتونو ته زمینه برابره شوې؛ خو ډېر نظرونه او راپورونه دا ادعا تر پوښتنې لاندې راولي. تېرو څو کلونو کې د طالبانو له لوري پر ښځو تعلیمي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې پراخ محدودیتونه وضع شوي دي.
سره له دې چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسؤولین په دغه ولایت کې د ۴۰ څخه زیاتو شرکتونو او فابریکو د فعالیت یادونه کوي، خو خپلواکې سرچینې وایي چې ډېری دا فعالیتونه د پانګهوالو، په ځانګړي ډول د ښځینه متشبثینو لپاره د اصولي ملاتړ نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي. سیاسي بېثباتي، د طالبانو محدودوونکې تګلارې او قانوني ضمانت نشتوالی د هېواد د ښځو په اقتصادي برخه کې د کمې ونډې اصلي لاملونه بلل شوي دي.




